روسیه کې نن د کرونا ویروس ۷۱ نوې پېښې ثبت شوې

ارشیف

روسیې نن د مارچ ۲۳مه په دې هېواد کې د کرونا ویروس ۷۱ نوې پېښې ثبت کړې.

په دې سره په روسیه کې د رسمي شمېرو له مخې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳۸ تنو ته ورسېد.

دا خبر داسې مهال خپور شو چې روسیې پر نړیوالو الوتنو بندیز لاپراخ کړ.

د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین نن وویل چې حکومت‌یې له وزارتونو، ادارو او سیمو څخه شمېرې څاري او د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي.

د روسیې دولتي اژانس روساویا وویل، د دغو نویو اقداماتو له مخې به د روسیې هوایي شرکتونه یوازې د مسکو له هوایي ډګر څخه هغه هم یوازې د نړۍ د نیویارک په څېر لویو ښارونو او د هېوادونو پلازمېنو ته الوتنې کوي.​

دغه‌راز روسیه به په استثنایي توګه هغو چارټر الوتنو ته هم اجازه ورکوي چې په بهر کې بند پاتې شوي د دې هېواد اتباع انتقالوي.

تر اوسه شااوخوا دوه لکه روسان له هغو هېوادونو چې کرونا په‌کې ډېره خپره شوې، بېرته خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه په روسیه کې د دغه ویروس له‌امله د مړه کېدو خبر نه‌دی ورکړل شوی.​