بدخشان کې ۱۵ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بدخشان نقشه

د افغانستان په شمال ختیځ کې د پامیر قول اردو چارواکي وایي په بدخشان ولایت کې ۱۵ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه قول اردو په یوې خبرپاڼه کې نن راغلي چې وسله‌والو طالبانو پرون پر نُسي ولسوالۍ حمله وکړه چې له متقابل ځواب سره مخامخ شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په متقابلو نښتو کې ۷ تنه طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې دا چاودنه له دوی سره تړاو نه‌لري.