ټرمپ د کرونا ځپلو ایالتونو لپاره ملي ګارډ فعال کړ

ارشیف، د امریکا د ملي ګارډ دوه سرتېري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغو درې ایالاتونو لپاره ملي ګارډ فعال کړی چې د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د ملي ګارډ فعالول به په دغو درېیو ایالاتونو، کالیفورنیا، نیویارک او واشنګټن کې له فدرالي طبي مرکزونو سره مرسته کوي او په دغو ایالاتونو کې به په سلګونه ټنه طبي وسایل او تجهیزات وېشي.

دغه درې واړه ایالاتونه په امریکا کې تر ټولو ډېر کرونا ویروس ځپلي دي.

ولسمشر ټرمپ د ملي ګارډ د فعالېدو په اړه پرون په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه ګارډ به د درې واړو ایالاتونو د ګورنرانو تر امر لاندې فعالیت کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

په ټوله امریکا کې پر کرونا ویروس یا 'کووایډ-۱۹' د اخته شویو کسانو په ۱۰۰ کې شااوخوا ۵۸یې په همدغو ډېر نفوس لرونکو ایالاتو کې ثبت شوي دي.

ټرمپ دغه‌راز وویل چې دوه زره بسترونه به کالیفورنیا او زر زر به هم نیویارک او واشنګټن ایالاتو ته توضیح شي.

په نیویارک ایالت کې چې له ۱۵ زرو زیاتې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي، د مرکز ښاروال‌یې بیل دې بلاسیو ویلي چې د طبي وسایلو د کمښت له پلوه به په له ۱۰ کمو ورځو کې له یوې غمیزې سره مخامخ شي.

ټرمپ تر دې مخکې نیویارک او واشنګټن لوړ مصیبت لرونکي ایالتونه اعلان کړي وو او پرون د ورځې ناوخته‌یې ورته حالت د کالیفورنیا لپاره هم اعلان کړ.

په دې ایالت کې له ۱۶۴۰ زیات کسان د کرونا پر ویروس اخته شوي دي.

ارشیف

د نیویارک د والي په ګډون یو شمېر والیانو له سپینې ماڼۍ غوښتي چې د طبي وسایلو د رانیولو هڅې ملي کړي ځکه د دوی په وینا د اکثرو ۵۰ ایالتونو مشران د طبي وسایلو په رانیولو کې له یو بل سره سیالي کوي.

ولسمشر ټرمپ دغه‌راز وویل چې د امریکا د سمندري روغتیایي خدمتونو میرسي کښتۍ به په څو اوونیو کې د لاس انجلس سواحلو او د کمفورټ په نوم بله کښتۍ به د اتلانتیګ سواحلو ته واستول شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس چې د سپینې ماڼۍ په خبري کنفرانس کې یې ګډون کړی ويې‌ویل چې تر اوسه د کرونا ویروس ۲۴۰ زره ازمیښتونه ترسره شوي او یوه اوونۍ وروسته به د دغو ازمیښت نتیجه په ۴۵ دقیقو کې معلومېږي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس

په عین حال کې ټاکل شوې چې نن د امریکا په سنا جرګه کې د کرونا ویروس له امله د ځپل شوي اقتصاد د ژغورنې لپاره د ۱،۷ تریلیون یا یو زر او ۷۰۰ میلیارده ډالرو پر یوې بستې رایې واخیستل شي.

پرون ډیموکراتانو دغه بسته رد کړه او جمهوري غوښتونکي یې تورن کړل چې هغه د میلیونونو امریکایي کارګرانو د خوندي کولو لپاره کافي نه‌ده او نه هم روغتیایي سیستم چې د وسایلو له پلوه ډېر خوار دی، پیاوړی کولای شي.

امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۳۵ زره کسانو او د مړو شویو شمېر له یو نیم زر کسانو اوښتی دی.

په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته شویو کسانو شمېر له ۳۴۰ زره او د مړو شویو له ۱۵ زره کسانو اوښتی دی. دغه‌راز تر اوسه د دغه ویروس نږدې ۱۰۰ زره ناروغان بېرته رغېدلي دي.