'د افغانستان مسایلو په اړه د ایران وروستی نظر سطحي دی'

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، داسې تمه نه‌کېده چې ایران دې د افغانستان د مسایلو او قضایاو په اړه سطحي نظر ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ته په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ویلي: "د ایران او افغانستان اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او دواړه هېوادونه زیات تاریخي، دیني او فرهنګي مشترکات لري."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تازه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د ټاکنو له امله له رامنځته شویو اختلافاتو نه د خطر احساس کوي.

په اعلامیه کې د افغانستان په وروستیو روانو حالاتو اندېښنه ښکاره شوې او ویلي یې دي چې دغه سیاسي او امنیتي تحولات له نږدې څاري.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د نتایجو په اړه رامنځته شويو اختلافاتو له امله د دغه هېواد د کورني ثبات او په سیمه‌یې له تأثیر د خطر احساس کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امریکا د نه‌پاملرنې له امله رامنځته شوی او امریکا افغانستان د خپل هېواد د نومبر میاشتې د ټاکنو تبلیغاتو قرباني کړ.