پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله ۶ تنه مړه شوي

ارشیف

په پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله ۶ تنه مړه شوي دي.

په پاکستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۹۹ ته رسېدلی، خو له ډلې بیا ۶ تنه مړه شوي دي.

پاکستاني رسنۍ د دې هېواد د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله لیکي، وروستۍ مړینه په بلوچستان کې ثبت شوې ده.

په پاکستان کې سند ایالت کرونا ډېر ځپلی او تر اوسه په‌کې ۳۵۲ کسان په دې ویروس ککړ شوي دي.

پنجاب کې ۲۲۵، بلوچستان کې ۱۰۸، ګلګت بلتستان کې ۷۱، خېبر پښتونخوا کې ۳۱، اسلام‌اباد او کشمیر کې بیا ۱-۱ تن په دې ویروس اخته دي.

خو خېبر پښتونخوا کې بیا له ټولو ډېر یعنې ۳ تنه مړه شوي، بلوچستان کې ۲ تنه او سند او پنجاب کې بیا یو-یو شخص پر دې ویروس د اخته کېدو په پایله کې مړه شوي دي.

د پاکستان حکومت د تېرې شپې له ۱۲ بجو په سند ایالت کې قرنطین اعلان کړی او عمومي ګرځ‌بندیز یې لګولی دی.