د میدان ښار ښارواله: د ښځو حقونو لپاره به له مبارزې لاس وانه‌خلم

له برید وروسته د میدان ښار ښاروالې ظریفې غفاري عکس.

د میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري چې پرون په کابل کې له یوه ​بریده روغه ووته وایي، د ښځو د حقونو لپاره به له مبارزې لاس وانه‌خلي.​

مېرمن غفاري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "ښځو ته په تېره بیا هغوی چې له کوره وځي او ټولنې ته خدمت کوي، زما پیغام دا دی چې هېڅکله ونه‌بېرېږئ، هېڅکله مه په شا کېږئ، پرېږدئ حد اقل له نن څخه زموږ غږ واورېدل شي. دا وطن زموږ دی، موږ د دې وطن خاوندان یو."​

مېرمن غفاري ونه‌ویل چې دا برید به پرې چا کړی وي، خو ویې‌ویل چې له دې مخکې هم ورته د مرګ ګواښونه شوی و. هغې پر چارواکو انتقاد وکړ چې د امنیت لپاره‌یې ډېر پام نه‌دی کړی.​

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی اخیستی، خو د کابل پولیسو ویلي چې د دې برید د عاملانو په لټه کې دي.​

مېرمن غفاري په دې وروستیو کې د نړۍ له ۱۱ ښځو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د مېړنیو ښځو جایزه واخیسته.​