د کندز ولایتي شورا: د هوايي بریدونو له امله ۱۵ ملکیان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې کندز ولایت

د کندز د ولایتي شورا غړي په دې ولایت کې د هوايي بریدونو په دوو پېښو کې د ۱۵ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.​

د کندز د ولایتي شورا یوه غړي امان‌الله د جرمني خبري اژانس ته وویل چې د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پرون یکشنبه په یوه هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.​

د کندز د ولایتي شورا د بل غړي مولوي عبدالله په وینا په بله ورته پېښه کې چې پرون په دشت ارچي ولسوالۍ کې شوې، څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.​

د ولایتي شورا دواړو غړو نه‌دي ویلي چې دغه هوايي بریدونه افغان او که بهرنیو ځواکونو کړي.

دغه‌راز د دوی دغه ادعا هم تر اوسه د کندز چارواکو او نورو لورو نه‌ده تأیید کړې. ​

د ملکي تلفاتو دغه ادعا داسې مهال کېږي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون وویل چې په تېر ۱۳۹۸ کال کې په جګړو کې یوازې ۴۶۰ ماشومان وژل شوي او له ۲۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي.​

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شویو ملکیانو شمېر ۳۴۰۳ او د ټپیانو نږدې اووه زره تنه ښودلی دی.