د نیویارک ښاروال د لویې غمیزې د پېښېدو خبرداری ورکړ

نیویارک کې په کرونا ویروس د اخته شويو کسانو شمېر له ۹ زرو اوښتی.​

د نیویارک ښاروال "بیل دي بلاسي" وایي دغه ښار به چې تېره شپه پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر په‌کې زیات شو، د طبي وسایلو او تجهیزاتو د کمښت له امله په تر ۱۰ کمو ورځو کې له یوې غمیزې سره مخامخ شي.​

نیویارک چې د امریکا تر ټولو لوی ښار دی، پر کرونا ویروس د اخته شويو کسانو شمېر په‌کې پرون له ۹ زرو واوښت.​

دا په ټوله امریکا کې پر دغه ویروس د اخته شويو کسانو یوه پر درېیمه برخه ده.​

ښاغلي بلاسي امریکایي سي اېن اېن ټلوېزیون ته وویل، دی دا په ډاګه وايي چې له ننه تر ۱۰ ورځو پورې به موږ په پراخه کچه د ډېرو اساسي روغتیایي وسایلو لکه د هوا د تصفیې او د جراحۍ ماسکونو د کمېدو شاهد واوسو.

د ده په وینا دا هغه وسایل دي چې د یوه روغتون د فعالیت د دوام لپاره ډېر اړین دي.​

په ټوله امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته شويو کسانو شمېر پرون له ۳۲ زره کسانو او د مړو شویو له ۴۰۰ تنو واوښت.​

په ټوله نړۍ کې د دغه ویروس مثبتې پېښې نږدې ۳۳۵ زره تنو رسېدلي.​

دغه ویروس هم تر اوسه په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۵ زره کسان مړه کړي دي.

تر اوسه نږدې ۱۰۰ زره کسان هم رغېدلي دي.