'د افغان حکومت د سولې لومړنۍ تماس ډلې له طالبانو سره خبرې وکړې'

په قطر کې طالب استازي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د سولې لومړنۍ تماس ډلې د وېډیو کنفرانس له لارې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.​

دغې شورا تېره شپه ناوخته په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې په دې کنفرانس کې چې دوه‌نیم ساعته‌یې دوام وکړ، دواړو خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مخامخ خبرو او د یوه دایمي او پراخ اوربند پر مسئلو خبرې وکړې.​

د ملي امنيت شورا دغه‌راز وویل چې دواړو خواوو پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو هم نظریات تبادله کړل، څو د بندیانو خلاصون ته مناسب چاپېریال رامنځته شي.

د بیان له مخې په دې وېډیویي کنفرانس کې د امریکا د متحده ایالاتو او د قطر استازو هم حضور درلود.​

طالبانو چې تر اوسه‌یې د افغانستان له حکومت سره له هر ډول مخامخ خبرو ډډه کړې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي د تړون له مخې باید دواړو لورو ډېر مخکې مخامخ خبرې پیل کړې وی، خو داسې ښکاري چې د بندیانو د نه‌خوشې کېدو او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتوالي له وجې هغه له خنډ سره مخامخ شوې دي.