د بلغاریا ولسمشر د پارلمان له‌خوا تصویب شوي محدودیتونه ویتو کړل

د بلغاریا ولسمشر رومن رادف

د بلغاریا ولسمشر هغه تازه محدودیتونه ویتو کړل چې د کرونا ویروس د مخنیوي د اقداماتو په لړ کې د پارلمان له‌خوا تصویب شوي وو.

رومن رادف (Rumen Radev) نن دا تازه وړاندیزونه ډېر محدودوونکي وبلل او ویې‌ویل چې د خلکو مدني ازادي په خطر کې اچوي.

رادف نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې د دې سند د ویتو د خبر ورکولو ترڅنګ ویلي، لوږه به پر وېره غلبه کوي.

د بلغاریا پارلمان تېره جمعه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف ځیني پېشنهادي اقدامات تصویب کړل.

د دغو اقداماتو له مخې چارواکو ته اجازه ورکول کېده چې د ټیلیفونونو کاروونکي تعقیب کړي او وګوري چې واقعاً قرنطین په مناسب ډول رعایتوي؟

تر نن یکشنبه په بلغاریا کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۱۷۱ پېښې ثبت شوې دي.

د مارچ له اتمې چې په دغه هېواد کې د کرونا لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه، په دغه هېواد کې ۳ کسان مړه شوي دي.