چک ته له چین څخه د طبي وسایلو ډکه الوتکه ورسېده

ارشیف، د چک په یوه هوايي ډګر کې کېناستونکې الوته. انځور تزئیني بڼه لري.

د چک جمهوریت دفاع وزارت وايي، یوه بار وړونکې الوتکه چې څه باندې ۱۰۰ ټُنه طبي وسایل په‌کې بار وو، له چین څخه وررسېدلې ده.

په دغو وسایلو کې ۵ میلیونه ماسکونه هم شامل دي.

چک جمهوریت چې تر نن یکشنبه په‌کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۱۰۴۷ پېښې ثبت شوي، د ماسکونو او د مکروب ضد موادو له کموالي سره مخامخ دی.

له چین څخه روانه شوې الوتکه پر ځايي وخت د تېرې شپې پر ۱۲ بجو د چک جمهوریت پاردوبیسي ښار ته ورسېده.

په پام کې ده، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روانې میلادي میاشتو تر پای پورې د اړتیا وړ طبي وسایلو او موادو دوه نورې کارګوګانې هم چک جمهوریت ته ورسېږي.