کرونا ویروس رومانیا کې یو کس وژلی

په رومانیا کې په کرونا ویروس د ۳۶۷ کسانو د اخته شوی دی.

د رومانیا چارواکي وايي په دغه هېواد کې د اول وار لپاره یو تن په کرونا ویروس مړ شوی دی.

د حکومت د ستراتیژیکو ارتباطاتو ډلې نن وویل، مړ شوی کس ۶۷ کلن و، چې سرطان ناروغي یې هم درلوده.

ویل کېږي دغه کس له فرانسې تر ستنېدو ۱۲ ورځې وروسته تېره چهارشنبه په کرونا ویروس اخته شو.

په رومانیا کې تر نن پورې په کرونا ویروس د ۳۶۷ کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی.

حکومت د مارچ پر ۱۶ په دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.