'افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۴ تنو ته ورسېد'

ارشیف

په کندهار او زابل ولایتونو کې په کرونا ویرس د دریو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شو.

له دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۴ ته ورسېد.

په دې ویروس د دوو کسانو د اخته کېدو راپور په زابل کې ورکړل شوی دی.

د زابل والي رحمت اله یارمل نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، دا دوه کسان په وروستیو کې له ایرانه راستانه شوي وو.

هغه زیاته کړه: "دوی تقریباً څلور ورځې له موږ سره په هغه وارډ کې بستر وو، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره مشخص شوی دی، دوی مشکوک کسان وو، چې سمپلونه یې مرکز ته لېږل شوي وو، متاسفانه چې مثبت ختلي دي."

په کندهار کې هم په کرونا ویروس د یوه روغتيايي کارکوونکي د اخته کېدو خبر تایید شو.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادۍ راډیو ته ویلي، دغه روغتيايي کارکوونکي په وروستیو کې د ایران مشهد ښار ته سفر کړی و.