خامنه اي: ښايي امریکا کرونا ویروس جوړ کړی وي

د ایران مشر ایت اله علي خامنه اي

د ایران مشر ایت اله علي خامنه اي نن د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارې لپاره د امریکا د طبي مرستې وړاندیز رد کړ.

خامنه اي هغه بې بنیاده توطیې ته هم اشاره وکړه، چې دا ویروس ښايي د انسان کار وي او امریکا جوړ کړی وي.

د اسوشېټېد پریس اژانس په حواله، په داسې حال کې چې د ایران ملکي چارواکي په تېرو څو ورځو کې د امریکا پر بندیزونو سخت انتقاد کوي، ۸۰ کلن خامنه اي پر هغې بې بنیادې تیورۍ ټینګار کوي، چې په وروستیو کې ځینو چینايي چارواکو هم د کرونا ویروس په اړه مطرح کړې ده.

خامنه اي نن په یوه ټلویزیوني وینا کې امریکا ته په خطاب کې وویل: "ستاسو دارو درمل ښايي د کرونا ویروس د لا پراختیا یوه لار وي، ستاسو د ډاکترانو لېږل هم ښايي د دغو زهرو د اغېزو د څار لپاره وي، ځکه ویل کېږي د دغه ویروس یوه برخه د ایران لپاره جوړه شوې ده."

خو د نړۍ په یوه برخه کې هم داسې ثبوت نه دی وړاندې شوی، چې د خامنه دا څرګندونې تائید کړي.

خامنه اي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په ایران کې په کرونا ویروس ۲۰زره او ۶۰۰ کسان اخته دي او ۱۵۵۶ تنه یې له کبله مړه شوي دي.