کلفورنیا کې لسګونه میلیونه وګړي په کورونو کې تم شوي

کلفورنیا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳۸۲ ته رسېدلی او تر پرونه په کې ۲۴ کسان مړه شوي دي.

د امریکا د کلفورنیا ایالت په لسګونو میلیونه وګړي په کورونو کې تم دي او د نیویارک اوسېدونکي به هم اوس ورته اقدام کوي.

د امریکا دغو دوو مشهورو ایالاتونو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف دا بېساری اقدام پیل کړی.

دا اقدامات په بشپړ ډول له پرون عملي شول، چې ورسره د میليونونو انسانانو ژوند اغېزمن شوی او اقتصادي فعالیت په کې تقریباً په ټپه درېدلی.

کلفورنیا هغه ایالت دی چې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۱۳۸۲ تائید شوې پېښې په کې ثبت شوي او تر پرونه پورې ۲۴ کسان په کې مړه شوي دي.

د کلفورنیا والي ګاوین نیوسام تېره پنج شنبه له خلکو غوښتنه کړې وه، چې په کورونو کې پاتې شي، په نیویارک او ایلينویز کې هم دېته ورته امر صادر شو.

د دغه امر له مخې خلک کولای شي د ضروري شیانو لکه خوړو، دارو درملو، تېلو او نورو توکو د رانیولو لپاره له کوره ووځي.