پر بګرام هوايي اډې توغندویي برید شوی

موټر کې د راکټ توغولو لپاره ځای پر ځای شوې وسیله.

راپورونه وايي تېره شپه پر بګرام هوايي اډې څو توغندي ویشتل شوي.

د ځايي چارواکو په وینا، دا توغندي د کاپیسا او بګرام ترمنځ سیمې څخه د یو موټر څخه پر بګرام هوايي اډې توغول شوي دي.

د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قوماندان الوزي احمدي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، توغندي بګرام هوايي اډې ته په نږدې سیمو کې لګېدلي، خو چاته‌یې مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې.

د ښاغلي احمدي په وینا راکټ توغوونکي له سیمې تښتېدلي او امنیتي ځواکونو یې د نیولو او پېښې د څېړلو کار پیل کړی دی.

دم‌ګړۍ پر بګرام هوايي اډه د دې توغندیو د وېشتلو مسؤلیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته دا پر بګرام هوايي اډه چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یو مهم مرکز دی، لومړنی راکټي برید ګڼل کېږي.