د امریکا مرستیال ولسمشر او مېرمن‌یې د کرونا ویروس معاینات کوي

د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس او مېرمن‌یې

د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، وروسته له هغې چې د ده دفتر یو غړی په کرونا ویروس اخته وبلل شو، دا او میرمن‌یې د (کووایډ-۱۹) کرونا ویروس معاینات کوي.

مایک پنس پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل، د سپینې ماڼۍ معالج ډاکتر په دې باور نه‌دی چې دا دې په ویروس اخته شوی وي او په دې اړه دې معاینه ضرور وي.

خو نوموړي وویل، د هغه ځانګړي موقعیت په خاطر چې د ولسمشر د مرستیال په توګه‌یې لري او د کرونا ویروس سره د مبارزې مشري کوي، نو دا او مېرمن‌یې ځانونه معاینه کوي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحده ایالاتو کې نږدې ۲۰ زره تنه تر اوسه په کرونا ویروس اخته بلل شوي او دا شمېر په زیاتېدو دی.

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ هم د کرونا ویروس معاینه کړې وه چې پایله‌یې منفي وه.