افغانان او بهرني ډیپلوماتان د سولې په اړه د طالبانو پر ژمنو شکمن دي

د وسله‌والو طالبان انځور

په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستيو زیاتېدو افغانان او بهرني ډیپلوماتان د سولې په اړه د طالبانو پر ژمنو شکمن کړي دي.

هغوی چې په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې څاري وايي، که څه هم طالبانو په زابل کې د هغه وروستي برید پړه پر غاړه نه‌ده اخیستې چې په‌کې لسګونه افغان سرتېري مړه او ټپیان شول، خو په اړه‌یې باید وضاحت ورکړي، ځکه دا ډول بریدونه عموماً دوی ترسره کوي.

طالبانو تېره میاشت په دوحه کې له امریکا سره "افغانستان ته د سولې د راوستلو په نوم تړون" کې د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې.

په دوحه کې له طالبانو "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" لاسلیک

خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د جوړجاړي هڅې په ټپه درېدلي حالت ته رسېدلې دي.

د جمعې په ورځ په زابل ولایت کې یوه نفوذي حمله کې د افغان ځواکونو ۲۴ سرتېري ووژل شول.

د دې خونړي برېد مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی. طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، دا ډله د دې برېد په اړه څېړنه کوي.

خو یو شمېر افغان حکومتي چارواکو او ویاندویانو دا برید د وسله‌والو طالبانو کار بللی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري د جرمني خبري اژانس ته ویلي: "امریکا له یوې ترهګرې ډلې سره د تړون لاسیک او د افغانستان له ملي حاکمیت‌یې سرغړاوی کړی."

نوموړی وايي، د ده په باور د سولې روانه پروسه کومه پایله نه‌لري.

یو شمېر بهرني ډیپلوماتان هم پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو زیاتېدو ، د دې ډلې پر نیت شکمن کړي دي.

په کابل کې د جرمني سفیر پیتر پریوګیل پر خپل ټویټر لیکلي، د "زابل وحشیانه برید سولې ته د طالبانو پر ژمنو د جدي شک او تردید سیوری غوړوي."

پخوانی جهادي مشر او د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي، سره له دې چې طالبانو د زابل د برید مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو دا ډول بریدونه عموماً دې وسله‌والې ډلې ته راجع کېږي. د نوموړي په وینا د افغانستان خلک د خبرو اترو په تمه دي او وسله‌وال طالبان باید داسې بریدونو په اړه وضاحت ورکړي.

ښاغلی وقاد زیاتوي: "که بریدونه له هر ادرس وشي، خو مسئله راجع کېږي طالبانو ته چې خپلو بریدونو کې‌یې د زیاتوالي اعلان کړی. په بريدونو کې د شدت اعلان د سولې د خبرو سره اړخ نه‌لګوي. دوی دې د خبرې سپیناوی وکړي چې له داسې بريدونو یې لاس اخیستی او اورکم‌یې مراعت کړی."

پخوانی جهادي مشر او د سولې عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد.

د ښاغلي وقاد په وینا افغان دولت او طالبان باید تر بل هر څه مخکې د زندانیانو د خوشې کولو او اوربند په اړه توافق وکړي.

یو شمېر عام افغانان چې په زابل کې د ۲۴ افغان سرتېرو وژل کېدو غصه کړي، په ټولنیزو رسنیو کې‌یې له وسله‌والو طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو په وروستي تړون انتقادونه کړی.

د افغانستان حکومت په زابل کې پر افغان ځواکونو د جمعې د ورځې برید د سولې د خبرو د ګډوډولو لپاره یوه هڅه بللې ده.

طالبان غواړي چې د دوی پنځه زره بندیان دې په یو مخ د سولې د بین‌الافغاني خبرو مخکې خوشې شي، خو افغان حکومت وايي دا زندانیان به په تدریج د دواړو لورو د خبرو په بهیر کې خوشې شي او هغه کسان چې خوشې کېږي باید ژمنه وکړي چې بېرته به جګړې ته نه‌ستنېږي.