روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۵۳ ته رسېدلی

په روسیه کې ۱۲ تنه له دې ویروسه ښه او له روغتونه رخصت شوي دي.

په روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۵۳ ته لوړ شوی دی.

په مسکو کې د بحرانونو مرکز ویلي چې یوازې پرون یې ۵۴ نوې مثبتې پېښې تائید کړې دي.

دا شمېرې نن، د مارچ په ۲۱مه ، اعلان شوې دي.

په کرونا ویروس یوه اخته ۷۹ کلنه روسۍ ښځه څو ورځې وړاندې مړه شوه.

خو د روسیې حکومت ویلي چې هغه د زړه د ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

له کله راهیسې چې په نړۍ کې د وبا اعلان شوی، په روسیه کې ۱۲ تنه له دې ویروسه ښه او له روغتونه رخصت شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ په ۱۷مه نېټه وویل چې د کرونا ویروس وبا نړۍ ته یو سخت ګواښ دی.