اسټرالیا: هیله ده د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه سوله او ثبات راولی

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن هیله څرګنده کړه چې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه به په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب شي.

د افغانستان جمهوري ریاست پرون جمعه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې موریسن په یوه پیغام کې ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ولسمشر انتخابېدو مبارکي ویلې او هیله یې کړې چې د دوحې د تېرې میاشتې هوکړه به په افغانستان کې دایمي سولې ته لار هواره کړي.

ده په ۱۸۶۰ میلادي کال د لومړنیو افغانانو د اوښانو کاروانونو ته په اشارې د دوو هېوادونو اړیکې زړې او تاریخي وبللې.

د اسټرالیا صدراعظم د نړیوال تروریزم د خطر پر وړاندې د افغانستان د ملاتړ ژمنه بیا تازه کړې او د افغانستان حکومت یې د امریکايي پوهنتون د اسټرالیايي استاد ټیموتي ویکس په خلاصون کې د رول لوبولو په خاطر ستایلی دی.