د بشري حقونو څار ډله: پاکستان دې د بندیاتو خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي

د پاکستان په بنو کې د یوه زندان انځور- ارشیف

د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې د کرونا ویروس پر ضد د بندیانو د خوندیتوب او د کافي طبي پاملرنې او درملو د برابرولو لپاره فوري او عاجل اقدام وکړي.

د بشري حقونو د څار ډله، چې په نیویارک کې دېره ده، وايي چې باید د پاکستان په محبسونو کې د بندیانو پر شمېر بیا کتنه وشي او هغه بندیان ژر خوشې شي چې جرمونه یې درانه نه دي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، د پاکستان په محبسونو او توقیځایونو کې، چې ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده، د کرونا ویروس د خپرېدو خطر ډېر دی.