بریتانیا ټول اقتصادي او ورځني فعالیتونه ودرول

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

بریتانیا د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره ټول اقتصادي او ورځني فعالیتونه په ټپه ودرول.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن تېره شپه ملت ته په وینا کې وویل چې ټولو کافیانو، پبونو یا بارونو، او رستورانونو ته وايي چې له نن شپې څخه خپلې دروازې بندې کړي.

ده همداراز وویل چې له نایټ کلبونو، تیاترونو، سینماګانو، سپورتي لوبغالو، جمنازیمونو او تفریحځایونو څخه هم غواړي چې خپلې دروازې وتړي.

په انګلنډ یا انګلیستان، سکاټلنډ، ویلز او شمالي آیرلنډ کې سر له پرونه ټول ښوونځي بند شول.

په همدې حال کې د بریتانیا د مالیې وزیر وویل چې حکومت به د هغو کسانو، چې د بندیزونو له کبله وزګاره پاتې کېږي، په سلو کې ۸۰ اجوره په غاړه واخلي.

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو پر اساس په بریتانیا کې تر پرون پورې ۳ زره ۲۹۷ تنه په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي او ۱۶۸ تنه ورڅخه مړه شوي دي.