د ناټو ملکي استازي د افغان سیاسي مشرانو پر یووالي ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې

په افغانستان کې د ناټو یوه لوړ رتبه چارواکي د نوي لمریز کال په مناسبت په خپل پیغام کې د افغانستان د سیاسي مشرانو پر یووالي ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې، په خپل ویډیويي پیغام کې افغانانو ته د نوي لمریز کال مبارکي هم ورکړې ده.

هغه زیاته کړه: "په دې نوروز کې مې هیله دا ده چې د افغانانو هیلې په حقیقت بدلې شي، دوی هیله من دي، چې سیاسي مشران یې یو موټي شي او دغه هېواد د سولې پر لوري او د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې پر لار متحد کړي."

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي له طالبانو هم غوښتنه کړې، چې خپل تاوتریخوالی کم کړي.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي وو، د افغانستان لپاره د افغان مشرانو تر ټولو ښه ډالۍ دا کېدای شی، چې د یوه ټولشموله حکومت په اړه موافقه وکړي او سیاسي بحران پای ته ورسوي.