ارګ او ملي دفاع وزارت د زابل په پېښه کې وسله وال طالبان ښکېل وبلل

ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست او دفاع وزارت، وسله وال طالبان په زابل کې پر افغان امنیتي ځواکونو په خونړي برید تورن کړل.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن مازیګر په ټویټر کې لیکلي، چې د طالبانو د حملو دوام، تاوتریخوالي او د سولې پروسې ته د دې ډلې د مخالفت تعهد څرګندوي.

تر دې مخکې د زابل والي رحمت اله یارمل ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې د نفوذي کسانو په حمله کې ۲۴ امنیتي پوځيان وژل شوي دي.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د خپلو نفوذي کسانو په مرسته په دې حمله کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري او ۶ پولیس وژلي دي.

د اعلامیې په حواله، دفاعي او امنیتي ځواکونه به دغه حمله بې ځوابه نه پرېږدي.

دا له کله چې امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړې، پر افغان پوځیانو تر ټولو خونړۍ حمله بلل کېږي.

وسله والو طالبانو لا د دې حملې په اړه څه دي ویلي.