د زابل والي: د څو نفوذي کسانو په برید کې ۲۴ امنیتي سرتېري وژل شوي

ارشیف

د نوي کال په لومړۍ ورځ په زابل کې ۲۴ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

سره له دې چې امریکا او افغان حکومت له طالبانو سره پر اوربند ټینګار کوي خو بیا هم د ۱۳۹۹ لمریز کال لومړۍ ورځ په افغانستان کې ارامه تېره نه شوه.

د زابل والي رحمت الله زیارمل له ازادي راډیو سره په خبرو کې تائید کړه چې څو تنو نفوذي کسانو نن سهار د مرکز کلات ته نږدې د لویې لارې پر ګډه امنیتي پوسته برید کړی چې له امله ۲۴ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

خو د ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، چې په دې برید کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري او د ملي پولیسو ۶ سرتېري وژل شوي دي.

وزارت د دې پېښې په اړه د لا څېړنو خبر ورکړ او خبرداری ورکوي چې د دې برید غچ به واخلي.

ملي دفاع وزارت دغه راز وویل، چې سبا د وري د میاشتې په دویمه به د نوي کال د لومړۍ ورځې د ټولو امنیتي پېښو په اړه جزئیات رسنیز کړي.

د ولسمشرۍ مانۍ ویاند صدیقي صدیقي په خپل ټویټر پاڼه د یاد برید په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو دغه ډول بریدونه له سولې بهیر سره مخالفت او د تاوتریخوالي د دوام ښکارندوي کوي.

دغه راز د امریکا سفارت دغه برید غندلی او د قربانیانو کورنیو سره یې غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي دي.

سفارت زیاته کړې، چې اوس د سولې وخت دی.

تر دې مخکې د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان ویلي وو، په وژل شویو کې د ملي اردو ۱۴ سرتېري او ۱۰ پولیس شامل دي.

حق بیان ویلي، څلور امنیتي سرتېري لادرکه دي.

دا له کله چې امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړې، پر افغان پوځیانو تر ټولو خونړۍ حمله بلل کېږي.

وسله والو طالبانو لا د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.