د کلیفورنیا والي د دې ایالت خلکو ته کوم امر کړی؟

د کلیفورنیا والي ګاوین نیوسم 

د امریکا د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا والي د دغه ایالت ټولو ۴۰ ملیونه وګړو ته امر کړی، چې له کورونو دې، نه راوځي.

والي ویلي د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف دې خلک، تر هغو چې ضروري کار ونه لري، په کورونو کې پاتې وي.

ګاوین نیوسم پرون وویل، د ایالت په سطحه دا امر د شپې له نیمايي د تطبیق وړ دی.

خلک به د قدم وهلو او سپورټ په نیت له کوره د راوتلو اجازه ولري او کولای شي چې خوراکي توکي رانیسي یا روغتيايي خدمات ترلاسه کړي.

رستورانتونه هم کولای شي خپلو مشتریانو ته خوراکونه ورسوي.

د کلیفورنیا والي وویل، فکر نه کوي چې پولیس به د دغه وضعیت څارلو ته مجبوره شي، خو احتمالاً به د صادر شوي امر تطبیق د ټولنیزو تماسونو له لارې کنټرولېږي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په حواله په دغه ایالت کې په کرونا ویروس تر زرو زیاتې پېښې ثبت شوي او ۱۹ کسان په دې وایروس مړه شوي دي.

په ټوله امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۴زرو اوښتی دی.