تېره شپه مزارشریف کې د سخي د جنډې د اوچتولو مراسم په پټه ترسره شوي

په دې مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو، د روضې مبارکې مسوولانو او د نوروز د تیارۍ د کمیټې غړو ګډون کړی وو.

نن د وري- حمل لومړۍ نېټه د نوي ۱۳۹۹ه.ل کال لومړۍ ورځ ده.

که څه هم په افغانستان کې د دې ورځې نمانځل د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره د حکومت د اقداماتو په ترڅ کې ځنډول شوي دي خو راپورونه وايي چې تېره شپه په مزارشریف کې د سخي د جنډې د اوچتولو مراسم په پټه ترسره شول.

د مزارشریف د روضې مبارکې رییس عتیق الله انصاري آزادۍ راډیو ته وویل، په دې مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو، د روضې مبارکې مسوولانو او د نوروز د تیارۍ د کمیټې غړو ګډون کړی وو.

هغه زیاته کړه چې جنډه د ماخستن له لمانځه وروسته د شپې په ۹:۳۰ بجو اوچته شوه چې تر راتلونکو ۴۰ ورځو پورې به ولاړه وي.

د سخي جنډه هرکال د وري په لومړۍ نېټه، د جګپوړو چارواکو په ګډون د شاندارو مراسمو په ترڅ کې اوچتېږي خو تېره اونۍ د بلخ مرستیال والي رسنیو ته وویل د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي لپاره سږکال د نوروز مراسم نه جوړېږي.

تېره شپه په مزارشریف کې د جنډې له اوچتېدو سره سم د ښار په بېلابېلو برخو کې د نژدې یونیم ساعت لپاره د خوشالۍ ډزې وشوې چې خلک یې سخت اندېښمن کړل.