د افغانستان په زندانونو کې د کرونا ویروس پرضد نور اقدامات ترسره کېږي

په پلچرخي زندان کې روغتیايي کارکونکي د معاینې او دواپاشۍ پرمهال. ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره د هېواد په زندانونو کې باید نور اقدامات وشي.

په دې اړه د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې اړه د پنجشنبې په ورځ د هېواد د امنیتي سکتور د مشرتابه په غونډه کې بحث وشو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په محبوسانو کې ځینې زیانګالي او کمزوري کسان شته چې باید شمیر یې معلوم شي او په اړه یې پریکړه وشي.

خبرپاڼه زیاتوي، په زندانونو کې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې په برخه کې یولړ احتیاطي اقدامات شوي دي خو جزئیات یې نه دي په ډاګه شوي.

په افغانستان کې تراوسه د کرونا ویروس ۲۲ موارد تایید شوي.