د لوګر پولیسو له ۳۰۰ کیلوګرامه ډېر نشه يي مواد نیولي

ارشیف

د لوګر ولایت پولیسو څه د پاسه درې سوه کیلوګرامه نشه يي مواد نیولي دي.

د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاهپور احمدزي رسنیو ته وویل، پولیسو د دې ولایت په مرکز پل عالم کې د عملیاتو په نتیجه کې درې سوه کیلوګرامه چرس ونیول.

هغه وویل: "ملي پولیسو د لوګر ولایت په مرکز پورې اړوند آب چکان سیمه کې د عملیاتو په نتیجه کې (۳۱۸) کیلوګرامه بنګ او اومه چرس ونیول. پولیسو د دې عملیاتو پر مهال د نشه يي موادو له جوړوونکو سره تر نیم ساعت وسله والې نښتې وروسته د هغوی دوه کسان هم نیولي دي."

د یادونې وړ ده چې قاچاق کوونکو څو ځله هڅه کړې چې نشه يي مواد له ننګرهار ولایت څخه د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو له لارې غزني او میدان وردګو ولایتونو ته قاچاق کړي.