پولیسو په خوست کې له ۵۰۰ کیلوګرامه ډېر نشه يي مواد او شراب وسوځول

ارشیف

پولیسو په خوست ولایت کې څه د پاسه پنځه سوه کیلوګرامه نشه يي مواد او شراب وسوځول.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د حوت د میاشتې پر (۲۶) نېټه (۱۸۲) کیلوګرامه هیرویین، چرس، تاریاک او (۳۹۴) لېټره شراب تر نیولو وروسته وسوځول.

د دې موادو د قاچاقو په تور نیول شوي کسان د عدلي او قضايي ادارو له خوا په جزا باندې محکوم شوي دي