فوزیه کوفي: بین‌الافغاني خبرو کې باید د ښځو ونډه ۴۰ سلنه وي

د 'موج تحول افغانستان په نوم سیاسي بهیر' مشره فوزیه کوفي.

د 'موج تحول افغانستان په نوم سیاسي بهیر' له افغان حکومت غواړي چې راتلونکو بین‌الافغاني خبرو کې باید د ښځو ونډه ۴۰ سلنه وي.

د دې بهیر مشرې فوزیه کوفي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، مذاکراتي پلاوي کې د ښځو ۲۰ سلنه ونډه بسنه نه‌کوي، باید د ښځو فزیکي حضور زیات شي ترڅو د خپلو حقونو او ملي ارزښتونو څخه په ښه ډول دفاع وکړي.

مېرمن کوفي زیاتوي: "د افغانستان حکومت اعلان کړی چې د سولې پروسه کې به ښځو ته ۲۰ سلنه ونډه ورکول کېږي، دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سیاست لومړنۍ قرباني هم ښځو ورکړې ده، نو اړتیا ده چې د سولې پروسه کې د ښځو ونډه زیاته شي. د ښځو ونډه حداقل ۴۰ سلنې ته پورته شي، که په پایله کې حکومت بیا هم د ښځو ونډه له پامه وغورځوي، نو زما سپارښتنه به هغو ښځو ته چې د سولې پروسه کې ونډه لري دا وي چې له پروسې لاس په سر شي."

اغلې کوفي له دې وړاندې هم درې بېلابېلو غونډو کې له طالب مشرانو سره لیدلي دي، د دې په خبره لا هم اړتیا شته چې افغانې ښځې طالبانو سره د خپلو حقوقو د خوندیتوب په اړه اوږده بحثونه وکړي او توافق ته ورسېږي.

فوزیه کوفي د هېواد دننه د سیاسي اجماع نشتوالي ته په اشارې په دولت او سیاسي څېرو غږ وکړ چې د راتلونکو بین‌الافغاني خبرو لپاره یو لاس شي، د نوموړې په باور که سیاسي اجماع رامنځته نه‌شي، نو طالبان به ځان برحقه ثابت کړي.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا بین‌الافغاني خبرو کې د ښځو په ۲۰ سلنې ونډې ټینګار کوي وايي چې افغان ښځې به د طالب او افغان حکومت ترمنځ خبرو کې د ونډې ترڅنګ د سولې په مشورتي او رهبرۍ شورا کې هم ځانګړې ونډه ولري.