هرات کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار جوړ شو

په هرات ولایت کې د کرونا ناروغانو د تشخیص او تجرید مرکز.

افغان حکومت په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د یو لابراتوار د جوړولو خبر ورکوي.

په عامه اړیکو او ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه لابراتوار د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته فعال شوی او په جوړېدو سره‌یې نوره اړتیا نه‌شته چې د کرونا ویروس د مشکوکو کسانو د وینې نمونې له هغه ولایت نه کابل ته ولېږدېږي.

ښاغلي عمر وویل دغه لابراتوار به له سبا څخه فعالیت پیل کړي.

مخکې له دې داسې انتقادونه کېدل چې د کرونا ویروس ډېری پېښې په هرات ولایت کې دي او نمونې یې د ازمایښت لپاره کابل ته لېږل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان د کرونا ویروس هېڅ یوه مثبته پیښه نه‌ده ثبت شوې.

ښاغلي عمر خلکو ته د کرونا ویروس په اړه د پوهاوي په برخه کې د رسنیو همکاري وستایله او ټینګار یې وکړ چې دغه همکاري له پیاوړې شي.