غني: د پوهنې وزارت اوسنی تشکیل د اصلاحاتو په وړاندې خنډ دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د مارچ په ۱۹مه، ویلي چې د پوهنې وزارت اوسنی تشیکل د اصلاحاتو په وړاندې خنډ دی.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني ویلي چې د پوهنې وزارت موجود وضعیت دوام نه‌شي کولائ ځکه اداري مدیریت‌یې په عنعنوي ډول پر مخ ځي او اداري فرهنګ‌یې بدلون ته اړتیا لري.

د افغانستان ولسمشر سپارښتنه کړې چې باید د دې بدلونونو ترڅنګ د پوهنې وزارت په عصري ټکنالوژۍ برابر فعالیت وکړي او د وزارت لپاره باید پر نوي تشکیل کار وشي.

په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

د افغانستان په سړو سیمو کې باید د حمل په لومړیو ورځو کې د ښوونځيو او نورو تعلیمي مؤسسو فعالیت پیل شوی وی، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ځنډ پېښ شوی دی.