'د فرخندې قتل د افغان ښځو د کمزوري وضعیت خواشینوونکی سمبول دی'

ارشیف، فرخنده ملک‌زاده.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې د فرخندې قتل د افغانو ښځو د حقوقي او ټولنیز کمزوري وضعیت خواشینوونکی سمبول دی.

فرخنده ملک‌زاده پنځه کاله مخکې د مارچ په ۱۹مه په کابل کې یو شمېر قهرجنو خلکو ووهله او ژوندۍ یې وسوځوله.

نن د فرخندې د وژل کېدو پنځم تلین دی، هغه ۲۷ کلنه وه او دیني زده‌کړې یې کولې.

د هیومن رایټس واچ، د ښځو د برخې مرستیالې مشرې هېدر بار ازادي راډیو ته وویل چې د فرخندې قتل څرګنده کړه چې ښځې په کمزوري حالت کې دي او د افغانستان حکومتونو د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره هڅو ته ډېر کم اهمیت ورکړی دی.

بار وویل، په افغانستان کې حکومت ته لازمه ده چې پرته له ځنډه د سولې په پروسه کې ښځو ته مناسبه ونډه ورکړي څو د ښځو هغه پرمختګ چې تر اوسه‌یې په خپل مټ کړی، خوندي شي.

هېدر بار وویل: "د افغانستان ښځې په سوله کې ۵۰-۵۰ برخه غواړي."