اوس هم د کابل او پیکېنګ ترمنځ د اوونۍ ۳ سوداګریز پروازونه کېږي

ارشیف؛ د کابل هوایي میدان

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سره له دې چې د کرونا ویروس له امله د کابل او پیکېنګ ترمنځ په پروازونو کې محدویت راغلی او یو شمېر سوداګر یې اندېښمن کړي، خو اوس هم په اوونۍ کې ۳ تجارتي پروازونه کوي.

د دې خونې د عامه اړیکو مسؤل جان اقا نوید د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» ازادي راډیو ته وویل، په دغه پروازونو کې هر ځلې شاوخوا ۲۰ ټنه جلغوزه او نورې وچې مېوې چین ته صادرېږي.

هغه وايي، سره له دې چې د کرونا ویروس په اړه اندېښنې شته خوا دواړو هېوادونو ورته جدي تدابير نیولي.

د کابل او پیکېنګ د پروازونو ترڅنګ هند هم په تېرو دوه ورځو کې افغانستان ته په خپلو پروازنو کې محدویت راوستی.

د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، په داسې حال کې چې هندوستان خپل ملکي پروازونه بند کړي، خو په سوداګریزې راکړې ورکړې کې ځنډ نه‌دی رامنځته شوی.

د دې خونې د چارواکو په خبره، دواړه هېوادونه په برښنايي ډول کولای شي خپلې سوداګریزې چارې پر مخ بوځي.