یورو اېشیا رېویو: د داعش نظریه جوړونکی په افغانستان کې سابقه لري

ځینې بهرنۍ ورځپاڼې

  • یورو اېشیا رېویو

یورو اېشیا رېویو خپرونې په افغانستان کې د طالبانو او داعش یا اسلامي دولت وسله‌والې ډلې ترمنځ اړیکې څېړلې دي.

خپرونې د داعش، القاعده او طالبانو ترمنځ اړیکو ته په اشارې لیکلي چې د داعش نظریه جوړونکی یا ایډیالوګ ابو موسي الزرقاوي په افغانستان کې سابقه لري، ده د افغانستان په جنوب کې کمپ درلود او په ۲۰۰۴ م کال کې یې د القاعده له مشر اسامه بن لادن سره وفاداري اعلان کړې وه.

یورو اېشیا رېویو وايي، له دې ټولو سره سره د دوحې د تېرې میاشتې له موافقې داسې ښکاري چې امریکا غواړي پر هغو شیانو معامله وکړي چې تر دې پخوا ورته د مذاکرې وړ نه‌وو.

د خپرونې له لیکنې سره سم، د فبرورۍ له ۲۹مې د دوحې د موافقې له لاسلیکه څو ورځې وروسته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي وویل چې له موافقې وراخوا به امریکا په افغانستان کې د داعش پر ضد د مبارزې لپاره له طالبانو سره ډېره محدوده مرسته وکړي.

خپرونې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عملیاتي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د تېر کال څرګندونو ته اشاره کړې چې طالبان‌یې د داعش پر ضد د بریدونو په خاطر ستایلي وو او دا چاره‌یې د دواړو خواوو ګډه غوښتنه بللې وه.

خو یورو اېشیا رېویو وايي چې په افغانستان کې داعش له طالبانو بېل شوي کسان دي. خپرونه په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې د مؤسس ملا عبدالرؤف یادونه کوي چې اصلاً د طالبانو غړی و په ۲۰۱۴ م کال کې د طالبانو له تحریکه راجلا شو او له یو شمېر پاکستاني او افغان طالبانو سره‌یې د داعش د خراسان څانګه جوړه کړه.

یورو اېشیا رېویو په کابل او نورو ښارونو کې د داعش د خونړیو حملو دلیل هم دا بولي چې دا کومه نوې ډله نه‌وه چې حملې ورته سخته وي.

د یورو اېشیا رېویو نشریې په خپرونه کې د بن لادن نوم یاد شوی و.

  • ډي ډرایف کام

د (ډي ډرایف کام) انلاین خپرونې په دې لیکنه کې چې اوس‌یې جزئیاتو ته اشاره کوو، هم د بن لادن د وژل کېدو د ورځې یادونه شوې ده.

په دې لیکنه کې د هغه (اېم اېچ-۴۷) هليکوپټر د یوه کمانډو په قول چې په ابټ‌اباد کې د بن لادن د وژلو په عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه، ویل شوي چې کله دوی پر بن لادن له عملیاتو وروسته د افغانستان په لور حرکت پیل کړ، د پاکستان (اېف-۱۶) جنګي الوتکو درې ځلې د دوی پر هليکوپټر د برید هڅه وکړه.

دی وايي چې د پاکستاني الوتکو برید ته‌یې مخکې تر مخکې چمتووالی نیولی و ځکه‌یې د هغوی حملې ناکامه کړې.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ م کال په مې میاشت کې په ابټ‌اباد ښار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ ترڅنګ په یوه کور کې ووژل شو.

د امریکا د پوځ دغه صاحب‌منصب چې ډاګلاس انګلین نومېږي او اوس تقاعد شوی دی، دا هم ویلي چې د اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې ده په خپله په عراق کې د ایران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني د نیولو په دوو هڅو کې برخه لرلې ده.

خو بالاخره د ټرمپ حکومت د سلیماني د وژلو پرېکړه وکړه او د جنورۍ په میاشت کې یې د بغداد هوايي ډګر ته نږدې په بې‌پیلوټه الوتکه وویشت.

انګلین دا معلومات د ملیټري ټایمز ورځپاڼې خبریال او نورو ژورنالېستانو ته ورکړل.