امریکا په هغو شرکتونو او کسانو بندیز ولګاوه چې له ایران سره‌یې کار کاوه

ارشیف

امریکا په یو شمېر هغو کسانو او شرکتونو بندیز ولګاوه چې د ایران له پترو کیمیاوي صنعت سره‌یې کاروبار کاوه.

امریکا په نهو شرکتونو او درېیو کسانو د دې لپاره بندیز ولګاوه چې د ایران له پترو کیمیایي صنعت سره د کاروبار شک پرې کېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه «۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۸» وویل، په دغې ډله کې درې چینایي، دوه افریقایي، یو ایرانی او درې هغه شرکتونه شامل دي چې هانګ‌کانګ کې مرکزونه لري.

دغه وزارت ویلي، اټکل‌یې دا دی چې دغو شرکتونو د ایران د پترو کیمیاوي محصولاتو خرڅلاو او بازار موندنې ته د پام وړ پیسې لېږدولې دي.

د دغو شرکتونو له ډلې د یوه هغه درې مدیرانو باندې هم بندیز لګول شوی دی.

د دغو مدیرانو نومونه محمد حسن طلوعي، حسین توکلي او رضا عباد زاده ښودل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغو شرکتونو او کسانو په هغو فعالیتونو کې لاس درلود چې د ایران د تاوتریخوالي ډک چلند ته‌یې لاره هواروله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه اعلامیه کې ویلي، دغو بنسټونو او کسانو د ایران رژیم ته عواید ورکول او د ده په ټکو، داسې امکان شته چې ایران له دې عوایدو د ترهګرۍ د تمویل لپاره کار اخیسته.

ښاغلي پومپیو ویلي، ممکن له دې عوایدو په عراق کې پر امریکایي اډه وروستي راکټي برید کې هم کار اخیستل شوی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مایک پومپیو

ده ویلي، دغه بندیزونه به د ایران رژیم د پترو کیمیاوي محصولاتو له ګټې بې‌برخې او د دغه حکومت سیاسي او اقتصادي انزوا به ډېره کړي.

د بغداد په شمال کې پر تاجي اډه چې امریکایي او ائتلافي ځواکونه په‌کې مېشت دي، د تېرې شنبې په ورځ راکټي برید شوی و.

دې برید کې درې امریکایي سرتېري ټپيان شول چې د دوو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

په عراق کې تاجي اډه

برید کې دوه عراقي سرتېري هم ټپيان شوي دي.

پر تاجي اډه له دې څو ورځې وړاندې بل برید هم شوی و چې پایله کې یې دوه امریکایي او یو بریتانوی سرتېری وژل شوي وو.

د ایران له ملاتړه برخه‌منو ملېشو باندې د دې بریدونو پړه اچول شوې ده.