کاناډا او امریکا خپله ځمکنۍ پوله وتړله

ارشیف.

کاناډا او امریکا د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره خپله ځمکنۍ پوله وتړله.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون چهارشنبه دغه خبره په خپل یوه ټویټ کې وکړه.

د امریکا او کاناډا ترمنځ د تګ راتګ دا بندیز لنډمهاله یاد شوی دی.

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو خبریالانو ته ویلي، مسافرانو ته نوره اجازه نه‌شته چې د چکر او تفرېح لپاره پر پوله واوړي.

د کاناډا صدراعظم هم وروسته تر هغه ځان ګوښې ته کړی چې مېرمن‌یې کرونا ویروس ونیوله.

نوموړی په اوتاوا کې له خپل کوره د دفتر چارې مخته بیایي.