د زندانونو له مسؤلینو د افغانستان بشر حقونو کمېسیون غوښتنه

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د زندانونو او توقیف‌ځایونو له مسؤلانو غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او د بندیانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

دغه کمېسیون نن په یوه اعلامیه کې له روغتیا وزارت نه غوښتنه کړې چې د زندانونو او توقیف‌ځایونو کلینیکونو ته دارو درمل او اسانتیاوې برابرې کړي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د زندانیانو په اړه خپله ارزونه د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته، د کب/حوت میاشتې له شپږمې تر ۲۶مې ترسره کړې ده.

دغه کمېسیون امنیتي، عدلي او قضايي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د قرنطین شویو کسانو د ارزونې لپاره په همغږۍ اقدام وکړي.

په افغانستان کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې ۲۲ ته رسېدلې دي.

په کوم زندان یا توقیف‌ځای کې په دې ویروس د خلکو د اخته کېدو راپور نه‌دی ورکړل شوی.