چک جمهوریت کې د مخونو پټول جبري شول

ارشیف، چک جمهوریت پراګ ښار مټرو

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې چارواکو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په عامو ځایونو کې د مخونو پټول جبري کړل.

د پراګ ښاروال زدینیک هریب نن چهارشنبه په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي: "دغه شدید مقررات له نن غرمې د تطبیق وړ دي."

ښاروال لیکلي، که چا د بېړني حالت پر مهال په عامه ټرانسپورت، کارځایونو، ټولنیزو او روغتیايي مرکزونو او عامو دفترونو کې خپله پزه او خوله نه‌وي پوښلي، ښار ته‌یې داخلېدل، هلته پاتې کېدل او تګ راتګ منع کېږي.

له کرونا ویروس نه د خوندیتوب کاري ډلې دا تازه لارښوونې پرون پېشنهاد کړلې چې ښاروال د فرمان تر صادرولو مخکې تأیید کړې.

د فرمان له مخې هغه کسان چې له دغو مقرراتو سرغړونه وکړي، ۲۰ زره چکي کرونه جریمه کېږي چې د ۸۱۳ امريکايي ډالرو معادل کېږي.

تر نن چهارشنبه په چک جمهوریت کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو تأیید شوې پېښې ۴۸۴ ته رسېدې، خو په دغه ویروس په چک کې څوک مړه شوي نه‌دي.