له کرونا ویروس څنګه ځانونه ساتلی شئ؟

ارشیف.

'کووایډ-۱۹' یا کرونا ویروس څنګه خپرېږي او څنګه ځانونه ترې ساتلی شئ؟

د کرونا ویروس یا 'کووایډ-۱۹' مثبتې پېښې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې په چین کې ثبت شوې.

دا ویروس د کرونا ویروسونو د کورنۍ یوه نوې ډله ده چې د انسانانو په تنفسي سیستم برید کوي او په سخت حال کې د ناروغ په مرګ تمامېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دا ویروس له یوه انسانه بل انسان ته هغه وخت انتقالېږي کله چې په دې ویروس ککړ انسان ټوخېږي، پرنجېږي یا غږېږي.

  • د روغتیا د نړیوال سازمان معلوماتي وېډیو

خطر هغه وخت زیات دی چې د ناروغ له خولې او پوزې باد شوي د اوبو واړه څاڅکي د مخامخ یا شاوخوا خلکو په خولو یا پوزو کېني.

د اوبو دا واړه څاڅکي درانه دي او په هوا کې ډېر نه‌پاتې کېږي. ایله تر یوه متره ولاړ شي او بیا په ځمکه غورځي، نو ځکه هم له ناروغ سره نږدې تماس په ویروس د ککړېدو یو اصلي علت بلل کېږي.

په بېلابېلو سطحو باندې د ویروس د پاتې کېدو موده لا نه‌ده مشخصه شوې، نو دا به ښه وي چې په منظمه توګه بېلابېلې سطحې لکه د کار مېز، دروازې او کړکۍ د عفونت ضد اوبلنو موادو، ژېل یا سپرې باندې پاکې شي.

پاسنۍ سپارښتنه هغه ځای کې چې کوم څوک په‌کې په ویروس اخته شوی وي اشد ضرورت بلل کېږي.

د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره وقایوي وسایل، ماسکونه او اوبلن مواد.

د ویروس د انتقال بله لویه لار د انسان خپل لاسونه دي.

په داسې وضعه کې چې کرونا ویروس ټول انسانان ګواښي ښه ده چې لاسونه بېرته سترګو، پوزې او خولې ته ورنه‌وړل شي ځکه که چېرته لاس په ویروس ککړ سطحه لګېدلی وي مستقیماً ویروس انسان ته انتقالوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د سپارښتنو له مخې بهتره ده چې د ټوخي یا پرنجي په وخت خپله څنګله قات کړئ او پرنجی یا ټوخی وکړئ په دې سره تر ډېره په فضا کې د ویروس د خپرېدو مخه نیول کېږي.

بله ښه لار دا ده چې کله ټوخېږئ یا پرنجېږئ له کاغذي دستماله کار واخلئ او کله مو چې ټوخی یا پرنجی ختم شو دستمال سمدستي په یو سرتړلي سطل کې غوځار کړئ.

د 'کووایډ-۱۹' یا کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي بله لار دا ده چې لاسونه په منظمه توګه د عفونت ضد اوبلنو موادو، صابون او ګرمو اوبو باندې ووینځئ.

د ماسک کارول هم یو له وقایوي تدابیرو څخه دی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې ښه ده لاسونه مو تر یوې دقیقې په اوبو او صابون باندې ووینځئ.

د دغه سازمان رئیس ډاکتر تدروس ادهانم په خپله د لاسونو د وینځلو یوه وېډیو ډکه کړې او خلکو ته‌یې ویلي چې څنګه لاسونه پرېولي.

ښاغلی ادهانوم وايي: "څو عملي لارې دي چې ترسره کولای یې شئ څو ځانونه له نوي کرونا ویروسه خوندي وساتئ. تر ټولو مهمه یوه لاره منظمه، ښه او مؤثره لاس هایجین کول یا پرېولل دي. د دې کار لپاره صابون او اوبه کارولی شئ او یا بله هر ډول د لاس وینځلو مایع چې الکهولي ترکیبات په‌کې وي."

  • د روغتیا نړیوال سازمان رئیس ښيي چې لاسونه څنګه پرېولل شي

د لاسونو د وینځلو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان لاندې طریقې وړاندې کوي؛

· لومړی مو په لاسونو مایع یا صابون وموښئ

· ورغوی په ورغوي مو لاسونه سره وموښئ

· د دواړو لاسونو ګوتې مو سره ورولئ څو یې منځونه وموښل شي

· د لاسونو شا په صابون وموښئ

تر دې ټولو کارونو وروسته مو په لاسونو ښې اوبه تېرې کړئ او په اخر کې یې وچ کړئ چې هم ځان له خطره وباسئ او هم نورو ته زحمت جوړ نه‌کړئ.