د پکتیا پوهنتون لپاره د کتابتون ودانۍ جوړېږي

د کتابتون لپاره په دغه درې پوړیزه ودانۍ ۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د پکتیا پوهنتون لپاره د کتابتون نوې او عصري ودانۍ جوړېږي.

نن چهارشنبه په پکتیا پوهنتون کې د کتابتون د نوې او عصري ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به‌یې د یاد پوهنتون د محصلینو او استادانو د مطالعې او څېړنې لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د کتابتون د پرانیستې پر مهال په خپلو خبرو کې وویل، د کتابتون لپاره په دغه درې پوړیزه ودانۍ ۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به‌یې په یوه کال کې بشپړې شي.

د نوموړي په وینا دغه کتابتون به په لمریزه برښنا او انټرنټ هم سمبال وي.