کرونا ویروس د پراخې ګډوډۍ سبب شوی

ارشیف، روغتیايي کارکوونکي د دوا پاشلو پر مهال.

په داسې حال کې چې د نړۍ په سطحه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تقریباً ۲۰۰ زره کسانو ته ورسېد، دغه ویروس د پراخې ګډوډۍ سبب شوی دی.

حکومتونه هڅه کوي چې د دې نوې ناروغۍ خپرېدل ورو کړي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ویلي، هغو کسانو ته چې د ۳۰ ورځني بندیز پر مهال اروپايي ټولنې ته د داخلېدو اجازه لري، ډېره لږه استثنا ورکول کېږي.

ناروې، سویس، ایسلنډ او بریتانیا هم اروپايي ټولنې ته د خلکو د داخلېدو له بندیز سره موافقه کړې ده.

کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) چې لومړی په تېره ډسمبر میاشت په چین کې کشف شو، د نړۍ په سطحه‌یې نږدې ۸۰۰۰ کسان مړه کړي دي.

اروپايي ټولنې پرون ناوخته موافقه وکړه چې د دې ټولنې بهرني سرحدونه به د ۳۰ ورځو لپاره تړلي وي.

د امریکا، بریتانیا او هالند په ګډون ګڼو هېوادونو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د مرستو د بستو اعلان وکړ، څو د دغه ویروس له کبله د باالقوه اقتصادي رکود اندازه راکمه شي.