کورنیو چارو وزارت هوټلونه، حوضونه، حمامونه او ورزشي فعالیتونه بند کړل

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د عامه اړیکو دولتي کمېټه وايي د هوټلونو، حوضونو، حمامونو او ورزشي پروګرامونو فعالیتونه چې خلک په‌کې راغونډېږي، تر بلې خبرتيا منعه دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اطلاعیه کې ویلي، دا اقدام د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف شوی دی.

وزارت وايي له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د هوټلونو، حوضونو، حمامونو او ورزشي پروګرامونو د فعالیت په صورت کې دې د پولیسو له ۱۱۹ شمېرې سره تماس ونیسي.