وال سټریټ ژورنال: اوسنی په ټپه ولاړ سیاسي حالت د افغانستان لپاره خطرناک دی

بهرنې ورځپاڼې

  • وال سټریټ ژورنال

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د ولسمشرۍ پر سر پر سیاسي کړکېچ لیکنه خپره کړې او وايي چې دې کار له طالبانو سره د امریکا له‌خوا د جګړې د ختمولو هڅې له خطر سره مخ کړي.

ورځپاڼه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ په تېرو پنځو کلونو کې د ملي وحدت د حکومت په نوم د لوړو ژورو ګد شریک کار ته اشاره کوي او زیاتوي: "اوس د سپټمبر میاشتې د ولسمشرۍ تر انتخاتو وروسته له دې دواړو هر یو یې جلا ټینګار کوي چې د خلکو رښتینی استازی دی."

د وال سټریټ ژورنال په وینا، ښاغلی غني د هېواد پر حکومت، پوځ او نړیوالو اړیکو ټینګ کنټرول لري. ښاغلي عبدالله بیا په کابل کې په خپلې ورڅېرمه ماڼۍ کې د اپوزېسیون یو ټاپو رامنځته کړی دی.

ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو پخواني سلاکار بارنیټ روبین له خولې وايي "اوسنۍ په ټپه ولاړ سیاسي حالت د افغانستان لپاره باالقوه خطرناک دی."

بارنیټ روبین چې دا مهال د نیویارک د نړیوالې همکارۍ د مرکز مشري کوي د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته خبرو کې زیاته کړې "دا ښيي چې د افغانستان اساسي قانون یو تر ټولو اساسي مأموریت کې پاتې دی او هغه د دولت او د پوځ د اعلی سرقوماندان مشروعیت دی."

ورځپاڼه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو ځنډېدو ته چې باید تېره اوونۍ پیل شوې وې، اشاره کوي او په دې برخه کې د طالبان بندیانو د خوشې کېدو او د یو افغان مرکچي پلاوي د ټاکلو پر سره د اختلافونو یادونه کوي.

په والسټریټ ژورنال کې د دې خپرې شوې لیکنې لیکوال زیاتوي، د دې سیاسي تشې پر مهال طالبانو پر افغان ځواکونو خپل بریدونه روان ساتلي.

ورځپاڼه په کابل کې د جنګ او سولې د مطالعاتو د انسټټیوت د مشر تمیم عاصي له خولې وايي "په کابل کې اوږد سیاسي کړکېچ په افغانستان کې له طالبانو سره د ۱۸ کلنې جګړې پای ته رسېدو چانس له خطر سره مخ کولای شي."

  • دیجیټل ژورنال

له کاناډا خپرېدونکې ډیجیټل ژورنال خپرونې بیا د افغان حکومت له‌خوا د طالب بندیانو په نه‌خوشې کولو یوه تبصره خپره کړې.

د دې تبصرې لیکوال وايي: "افغان حکومت د طالبانو سره د امریکا د تړون له لاسلیکوونکو څخه نه‌دی او استدلال کوي چې امریکا له دوی څخه د بندیانو د خوشې کېدو د غوښتنې واک نه‌لري."

د خپرونې په وینا افغان حکومت له‌خوا په یو وخت د پنځه زره طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنې له ردولو وروسته طالبانو د افغان ځواکونو په وړاندې اورکم پای ته رسولی او بېرته‌یې بریدونه پیل کړي، خو په وینا یې طالبان لاهم پر بهرنیو سرتېرو له بریدونو ډډه کوي.

ډیجیټل ژورنال په دې تبصره کې زیاته کړې، ولسمشر غني په کم شمېر او په ورو ورو د طالب بندیانو د خوشې کېدو ژمنه کړې، خو طالبانو د خپلو بندیانو دا ډول خوشې کول رد کړي.

لیکوال زیاتوي ظاهراً افغان حکومت غواړي د طالبانو له‌خوا د بندیانو پر ورسپارل شویو لېستونو نور غور وکړي څو معلومه کړي چې په دې لېست کې کوم هغه کسان دي چې راتلونکي کې‌یې بېرته د جګړې کرښو ته د ستنېدو امکان زیات دی.

خپرونه وايي همدې ځنډ د سولې بهیر ته ګواښ پېښ کړی او غني د امریکا متحده ایالاتو ته سخته کړې چې له طالبانو سره د شوي تړون ټولې ژمنې عملي کړي.