د قزاقستان په پلازمېنه او الماتي کې قرنطین وضعه شو

د قزاقستان پلازمېنه نورسلطان شار یوه څنډه

د قزاقستان چارواکو په پلازمېنه نورسلطان او بل لوی ښار الماتي کې قرنطین وضعه کړی دی.

دا اقدام وروسته له هغې وشو چې په دغه هېواد کې په کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) د اخته کسانو شمېر دوه برابره یعنې ۳۳ ته زیات شو.

د قزاقستان روغتیا وزارت په څو اعلانونو کې پرون سې شنبه وویل چې په ۱۸ کسانو کې دغه ویروس په نورسلطان او په ۱۵ نورو کې په الماتي کې دغه ویروس تشخیص شوی دی.

تر دغه اعلان وروسته صدراعظم عشقر مومن، د بېړني حالت د اعلان په اړه د جمهوري ریاست د یوه کمېسیون غونډه راوبلله.

دغه حالت به چې د دوشنبې په ورځ‌یې د ولسمشر قاسم جومارت توکایف له‌خوا پېشنهاد شوی، د اپرېل میاشتې تر ۱۵ نېټې نافذ وي.