په ایران کې په کرونا ویروس د مړو شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته ورسېد

په ایران کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۶ زره ۱۶۹ ته ورسېد.

ایران خبرداری ورکړ، که خلک د کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ونه‌کړي، په میلیونونو وګړي به د دغه ویروس له کبله ومري.

د ایران دولتي ټلوېزیون پرون سې شنبه دا خبرداری په داسې حال کې خپور کړ چې په ایران کې په کرونا ویروس د مړو شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته ورسېد.

په ایران کې یوازې پرون په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو تر ۱۰۰۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت او ۱۳۵ کسان‌یې په نتیجه کې مړه شول.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وویل، تر پرون ماسپښین پورې، په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۱۶ زره ۱۶۹ ته ورسېد.

ایران چې تر چین او ایټالیا وروسته کرونا ویروس سخت ځپلی، وایي د دې خطرناک ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف‌یې شااوخوا ۸۵ زره بندیان خوشې کړي دي.

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي پرون وویل، سیاسي بندیان او هغه کسان چې د جنايي جرمونو په تور په بند کې وو، په موقت ډول خوشې شوي دي.