ایران د سیاسي بندیانو په ګډون ۸۵ زره بندیان خوشې کړل

په ایران کې روغتیايي کارکوونکي د دوا پاشلو پر مهال.

ایران د لنډې مودې لپاره د یو شمېر سیاسي بندیانو په ګډون ۸۵ زره بندیان له زندانونو خوشې کړي.

دا خبره د سې شنبې په ورځ د ایران د قضائيه قوې یو ویاند کړې ده.

په ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۸۵۰ اوښتی او دا مهال شااوخوا ۱۵ زره کسان په دې هېواد کې پر دې ویروس اخته پېژندل شوي دي.

د روېټرز خبري اژانس د ایران د قضايي قوې د ویاند غلام حسین اسماعیلي له خولې وايي: "د خوشې شویو کسانو شااوخوا ۵۰ سلنه‌یې له امنیتي مسئلو سره تړلي بندیان دي."

د ایران د قضايي قوې ویاند غلام حسین اسمعیلي

د نوموړي په وینا په زندانونو کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر نیولي دي.

نوموړي دا نه‌دي ویلي چې له زندانونو په موقته توګه خوشې شوي کسان به کله بېرته زندانونو ته ستنېږي.

د مارچ په ۱۰مه نېټه په ایران کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي جاوېد رحمان وویل، له ایراني چارواکو یې غوښتي څو سیاسي زندانیان په موقته د دې هېواد د ګڼې ګوڼې او ناروغیو څخه له ډکو زندانونو خوشې کړي، څو په زندانیانو کې د دې ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.

په ایران کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی جاوېد رحمان

ګڼو ایرانیانو د دې هېواد د روغتیايي چارواکو هغه سپارښتنه چې په کور کې دې پاتې شي له پامه غورځولې، خو چارواکو د کرونا ویروس پر ضد د تدابیرو په لړ کې په قم او تهران کې د شیعه مسلمانانو سپېڅلي ځایونه او زیارتونه تړلي څو د ګڼې ګوڼې مخه ونیسي.

ایراني چارواکو امریکا متحده ایالات ملامت کړي چې پر دې هېواد یې لګولي بندیزونو د کرونا پر ضد د تهران مبارزه زیانمنه کړې.

تهران پر نورو هېوادونو غږ کړی چې د دې بندیزونو د لیرې کېدو په اړه د ایران د غوښتنې ملاتړ وکړي.

روېټرز خبري اژانس وايي، په واشنګټن کې ورته ځینو سرچینو ویلي چې د چین په څېر هېوادونو د غوښتنې سربېره چې پر ایران د امریکا د بندیزونو د کمولو په اړه کړې، داسې نه‌ښکاري چې واشنګټن دې پر تهران بندیزونه اسانه کړي.

تېره اوونۍ ایران وویل چې د "کووایډ-۱۹" ویروس سره د مبارزې په هدف‌یې د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۵ میلیارد ډالر غوښتي دي.

بل‌خوا د ایران سیمه‌ییز رقیب متحده عربي اماراتو له تهران سره خپل اختلاف یوې خوا ته کړی او دې هېواد ته‌یې پر طبي موادو بار دوه الوتکې چې ۳۲ ټنه مواد په‌کې وو، استولي.

په دې موادو کې دستکشونه او ماسکونه شامل دي.

سره له دې چې په ایران کې په کرونا ویروس د نویو اخته کېدونکو کسانو شمېرې لوړېږي، د ایران مذهبي واکمنو په دې هېواد کې تر اوسه د ښارونو قرنطین کول رد کړي.

اخوا د منځني ختیځ یو شمېر نورو هېوادونو بیا د خپلو سرحدونو د تړلو په شمول د "کووایډ-۱۹" کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ سخت تدابیر خپل کړي دي.