مدني فعالان: د خوراکي توکو د بیو پورته کېدل له کرونا ویروس وژونکي دي

د کابل ښار منډوي کې د لومړنیو موادو یو پلورنځی

په کابل کې یو شمېر مدني ټولنو او خلکو د خوراکي توکو د بیو لوړېدو او ورته د حکومت د نه‌پاملرنې له کبله اعتراضي غونډه وکړه.

دوی وايي، د خوراکي توکو د بیو پورته کېدل له کرونا ویروس وژونکي دي او باید حکومت‌یې مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ وايي، تر اوسه له ۲۰۰ زیات د خوراکي توکو هغه پلورنځي یې تړلي چې احتکار یې کاوه.

امېد زهیرمل پرې راپور ورکوي چې د لاندی لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د خوراکي توکو د بیو لوړوالي په اړه راپور