کورنیو چارو وزارت: په بازارونو کې د احتکار کوونکو پر ضد اقدامات پیل شوي

د کابل د منډوي یوه څنډه- ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له تېرې ورځې راهیسې یې په ټول هیواد کې ۱۵۰ احتكار کوونکي نیولي او د کتبي ژمنې په اخیستو بیرته ازاد شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، کشفي پوليسو یې سر له نن نه په بازارونو کې د احتکار کوونکو پر ضد قانوني اقدامات پیل کړل.

دا خبره ددغه وزارت ویاند طارق آرین رسنیو ته په استول شوي پیغام کې کړې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، دوی هڅه کوي چې په خپلو دې اقداماتو سره د احتكار مخه ونیسي.

دې سره هم‌مهاله داسې راپورونه شته چې کابل ښار کې یو شمېر عمده پلورنځي د سرغړونو له کبله مهرولاک شوي دي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې له پرون راهیسې د کابل او ګڼ شمېر نورو ښارونو هټۍوالو د لومړنیو موادو بیه په خپل سر لوړه کړې ده.

د افغانستان په قوانينو کې د توکو احتكار جرم بلل شوی او له عاملينو سره‌یې قانوني چلند کېږي.